دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 154270
د امریکا استخباراتو مشر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي-آی-اي) مشر مایک پمپیو د ترهګرو ډلو د امن ځایونو په خاطر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ.

نومړی د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د دوشنبې په ورځ پاکستان ځي ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژي د تطبیق په برخه کې د همکاریو لپاره د اسلام اباد ژمنه ترلاسه کړي.

شاغلي پمپیو زیاته کړه، چې د نوې ستراتیژي یوه مهمه برخه په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د امن ځایونو لمنځه وړل دي ځکه دغه امن ځایونه په افغانستان کې د متحده ایالاتو ماموریت له ځند او خنډ سره مخ کړی دی.

د امریکا مرکزي استخباراتو مشر خبرداری ورکړ که چیرې دغه کار د پاکستانیانو له خوا ترسره نه شي نو امریکا به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر خپل ټول وس وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکامتحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژي اعلان کړه.

هغه وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8z7jh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته