دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۲
د مطلب کود : 155287
په ۹ ولایتونو کې د ۳۸ پروژو کار د ۴۲۶ میلیون افغانیو پر ارزښت پیل شو

د کلیو او بیارغونې وزارت په ۹ ولایتونو کې د اوبو لګولو او کرنې په برخو کې ۳۸ پراختیایي پروژې د څلورسوه شپږویشت میلیون افغانیو پر ارزښت جوړوي.

د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ د دغو پروژو له پلې کیدو سره به ۱۰۲ زره کسانو ته د اوبو لګولو غوره زمینې برابرې شي او کرونګر به پخپل وخت اوبو ته لاسرسۍ پیدا کړي.

د کلیو او پراختیا وزیر وایي؛ د دغو پروژو له پلې کیدو سره به په هېواد کې د ملي اقتصاد وده رامنځته شي او زراعتي توکي به هم ډېر شي.

ښاغلي کریمي دا هم وویل، چې نن مونږ د ۴۲۶ میلیون و ۸۰۴ زره او ۳۵۸ افغانیو پر ارزښت د اوبولګولو په برخه کې د ۳۸ پروژو تړون لاسلیک کړ، چې ۱۰۲ زره ۲۸۲ کلیوال به ترې ګټه پورته کړي.

د کلیو او پراختیا وزارت په تېرو دوه کلونو کې څه د پاسه زر پراختیایې پروژې په بېلابېلو برخو کې بشپړې کړې او پر دغو پروژو نږدې ۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjk0f5yt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته