د لغمان ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې د وسله والو پر یوه نوې زندان د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۶ مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت د والي له دفتره نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی، چې یاد پېښه نن ورځ د الینګار ولسوالۍ په سنګردره سیمه کې شوې ده.
سرجینو وایی، چې په دغه برید کې د انس سنګین او غزنوي په نومونو چې د وسله والو مخالفینو ۳ مشهور کسان دي، وژل شوي او ۳ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
خبر پانه ویلی، دغه برید داسي مهال شوی چې وسله وال مخالفین د زندانیانو د ساتني په هدف د یوې نوي سمڅي په جوړولو بوخت و.
خو یاد وسله والو په دی اړه تبصره نه دی کړی.