دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 158469
د کابل ښاروالي په عوایدو کې د ۷۵۰ میلیون افغانیو زیاتوالي
د کابل ښاروالي په عوایدو کې زیاتوالي د مجازاتو او مکافاتو اصل له پلي کولو، د عوایدو ادارې اړوند د کارکوونکو مدیریت، او د هر اړخیزه پلانونو له جوړولو سره مستقیم تړاو لري.
د کابل ښاروالي چارواکي وایي، سږ کال د کابل ښاروالي په عوایدو کې تر ۷۵۰ میلیون افغانیو زیات ډیروالی راغلی دی.
د کابل ښاروالي د اداري او مالي معین احمد شعیب رحیم وایي، کابل ښاروالي د ۱۳۹۶ په مالي کال کې ۳.۳۸۴۰۱۱۲۶۴ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.
نوموړی زیاته کړه، چې د کابل ښاروالي په عوایدو کې زیاتوالي د مجازاتو او مکافاتو اصل له پلي کولو، د عوایدو ادارې اړوند د کارکوونکو مدیریت، او د هر اړخیزه پلانونو له جوړولو سره مستقیم تړاو لري.
د ښاغلي رحیم په وینا، کابل ښاروالي توانیدلی چې د اوونیزو، میاشتنیو، او ربعوارو راپورونو د هر اړخیزه ارزونې او څېړنې په مرسته د عوایدو د راټلولو په برخه کې یو مثبت ذهنیت او تحرک رامنځته کړي.
هغه وویل، چې د عوایدو په برخه کې جدي څارنې، د فساد پر ضد جدي اقدامات، د پورونو راټولول، د امنیتي بنسټونو همکاري، له نویو تکنالوژیو څخه ګټې اخیستنې، او د مجازاتو د اصل تطبیق هغه لاملونه دي چې سږ کال د کابل ښاروالي په عوایدو کې د ډیروالي سبب شوي.
نوموړی دا هم وویل، چې کابل ښاروالي توانیدلی چې له ترلاسه شویو عوایدو څخه خپل ۳۸ سلنې مصارف تمویل کړي چې د لګښتونو د تمیول په برخه کې او د خود کفایي پر لور یوه مهم ګام ګڼل کیږي.
د ښاغلي رحیم په وینا، د کابل ښار د ستونزو د لرې کولو په موخه د عوایدو د راټولولو په قوانینو او د مدیریت په برخه کې د نورو اقداماتو او اصلاحاتو اړتیا لیدل کیږي او ټاکل شوې چې دغه اصلاحلات د صفایي په برخه کې د ملکیوتو د بیو د ټاکلو او د ښاروالي اړوند د ملکیتونو د کرایو په طرحو کې تطبیق شي.
هغه دا هم وویل، چې د عوایدو د راټولولو لپاره د نوې برېښنایي سیسټم به نژدې راتلونکو کې رامنځته شي او ټاکل شوې چې د صفایي په برخ کې د کابل ښاروالي عواید له ۳۶ سلنې نه ۸۰ سلنې ته لوړ شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqvaz3t1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته