د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په یوه خپره شوې بیان کې راغلي دي، چې د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرو لپاره د افغان هوایي پوځ ۶۰ منسوبین پرون له روزنې فارغ شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو منسوبینو به سر له نن دبلک هاک چورلکو په وسیله د افغان امیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ فعالیتونه پیل کړي.
د غوځ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال فليپ سټوارټ وویل، چې د بلک هاک چورلکو معرفي افغان هوایي ځواکونو لپاره د نوې عصر په لور د نوې سهار د پیل په څېر ده.
د بلک هاک لپاره د افغان هوایي منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د کندهار هوایي ځواکونو قوماندان جنرال عبدالرازق شیرزي او د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال محمد شعیب هم ګډون کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په موخه افغان حکومت او د افغانستان متحدینو خپل هلې ځلې ګړندي کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)