دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 165121
طالبانو کندهار کې دولس پولیس وژلي
چارواکي وایي، تېره شپه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، چې په کې پېنځه پولیس وژل شوي دي.
د کندهار والي ویاند داوود احمدي وايي، په دغه برید کې درې سیمه ییز پولیس او دوه ملي پولیس وژل شوي او دوه سیمه ییز او یو ملي پولیس ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې برید کې وسلوالو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه امنیتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې یاد شي وایي؛ په دغه برید کې د سيمه يیزو پوليسو په ګډون ۱۲ پوليس وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5sb88rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته