د غزني والي ویاند عارف نوري وایي په واغظ ولسوالی کې د طالبانو د کمین په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ پولیس سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړي.
نوموړی زیاته کړه، چې پیښه نن سهار رامنځته شوې ده او په ترڅ کې شپږ پولیس سرتېري ټپیان هم شوي.
د ښاغلي نوري په وینا، په وژل شویو کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو یوه قوماندان هم شامل دی.
د غزني والي ویاند وایي د امنیتي ځواکونو د ځوابي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ وسله وال هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځکې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.