دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 254749
د بشري حقونو د شورا د غونډې د اجنډا په سر کې د افغانستان د حالاتو کتنه به وي
د بشري حقونو شورا وايي، د فرانسې او اروپايي ټولنې د هغه لیک په ځواب کې چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې د غونډې غوښتنه کړې، دغه شورا به د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.
افغان غږ خبری آژانس، فرانسې او اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه لیک کې له دوی غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت کې د پام وړ خرابوالي ته جدي پاملرنه وکړي.
 
په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتنه شوې چې د افغان ښځو په اړه دې د خپلې پنځوسمې غونډې په ترڅ کې بېړنۍ غونډه وکړي.
 
د دې بیړني بحث وروسته، موږ له شورا څخه غوښتنه کوو چې په یوه پریکړه لیک باندې غور وکړي چې موږ به یې ژر تر ژره ولیږو.
 
په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له جوړېدو راهیسې، د بشري حقونو د شورا په منظمو غونډو کې اوه بېړنۍ غونډې شوې دي. وروستۍ قضیه په مارچ میاشت کې په اوکراین کې وه.
 
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ تېره اوونۍ ویلي وو چې افغان مېرمنې له کړکېچن حالت سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcgtt9xyak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته