دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 255553
پاکستان: که د ډبرو سکرو بیه راټيټه نه شي، له افغانستان څخه به واردات بند کړي
د افغانستان د ډبرو سکرو د بیو د لوړیدو په غبرګون کې د پاکستان د بریښنا د تولید فابریکه چې د یوې چینایي کمپنۍ له خوا اداره کیږي، اسلامي امارت ګواښ کړی چې که د دغه ډول بیې له سره غور او کمې نه کړي، له افغانستان څخه به د ډبرو سکرو واردول بند کړي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه شرکت وايي چې د افغانستان د ډبرو سکرو د بیې لوړیدل په پاکستان کې د بریښنا د بیو د لوړیدو ستونزه لا پسې زیاتوي.

د هوانینګ شین دونګ رویی شرکت چې په پنجاب کې د ساهیوال د ډبرو سکرو د بریښنا د تولید مسؤل دی، د پاکستان د بریښنا ملي ادارې ته په یوه لیک کې لیکلي چې له افغانستان څخه د وارداتي ډبرو سکرو د بیو لوړیدل به د دوی د ارزانه تولید مخه ونیسي.
 
هوانینگ شن دونگ رویی شرکت د پاکستان د بریښنا له ادارې څخه غوښتي دي چې په راتلونکو اونیو کې له افغانستان څخه د وارداتي سکرو بیه راټیټه کړي.
 
د هوانینګ کمپنۍ دا غوښتنه په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان د برېښنا د کمښت او د برېښنا د بندېدو له ستونزې سره مخ دی.
 
په نړیواله کچه د تیلو د بیو لوړیدو او د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت کمیدل په پاکستان کې د بریښنا او تیلو د کمښت ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.
 
د پاکستان حکومت د انرژۍ د کمښت د بحران له امله د سوداګریزو او تولیدي شرکتونو او کارخانو فعالیتونه په اونۍ کې تر پنځو ورځو پورې محدود کړي دي.
 
د اسلامي امارت حکومت په دې وروستیو کې د صادراتي د ډبرو سکرو بیه ۳۰ سلنه لوړه کړه او اوس د یو ټن دد ډبرو سکرو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
 
خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته په نیمه بیه صادریږي.
 
د دوی په وینا اوس مهال په نړۍ کې د بوه ټن ډبرو سکرو بیه ۴۰۰ ډالره ده.
 
https://avapress.com/vdcammnue49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته