دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 255866
د بريتانيا د يوې هوايي اډې ځغاسلیکه د ګرمۍ له امله ویلي شوي
تودوخې د انګلستان د ترټولو لوی هوایی اډې د ځغاستلیکه ویلي کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د بريتانيا هوايي ځواک د بريز نورټن په هوايي اډه کې چې د هېواد تر ټولو ستره هوايي اډه ده، خپل ټول پروازونه ځکه بند کړي چې د سختې ګرمۍ له امله د هوايي ډګر د ځغاستې اسفالټ ویلي شوي.
 
د بریز نورټن هوایی ځواک اډې په انګلستان کې د تودوخې د بې ساري څپې په مینځ کې عملیات وځنډول چې په اډه کې یې "د ځغاستې لاره خوره کړه". د دغه رپوټ له مخې د بريتانيا هوايي ځواک يو اضطراري پلان پلی کړی دی تر څو دغه وضعيت په بريز نارټن کې له مخکې پلان شوي پوځي عمليات اغېزمن نه کړي.
 
د بریز نورټن هوایی اډه ، د انګلستان په سویل کې د اکسفورډشایر په ښار کې موقعیت لري ، د اتو شاهي هوایی ځواک سکواډرن کور دی.
 
د لومړي ځل لپاره، برتانوي چارواکو د سختې تودوخې لپاره سور خبرداری خپور کړ، چې د لندن په ګډون د هیواد په لویو برخو کې به د سه شنبې تر ورځې پورې پلي شي.
 
په تېره اوونۍ کې د برتانیا د هوا پېژندنې ادارې د نارنجي تودوخې خبرداری ورکړی و، خو له دې کبله چې احتمال شته په راتلونکو ورځو کې به د تودوخې درجه ۴۰ درجو سانتي ګراد ته ورسېږي، په ملي کچه د سرې هوا خبرداری اعلان شو.
 
https://avapress.com/vdch-mni-23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته