دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 256103
په هېواد کې په تېرو دوو ورځو کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنه مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي دي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وايي، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مولوی محمد نسیم حقانی؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وايي، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، که څه هم تر اوسه په هېواد کې د سېلابونو د مالي زيانونو کره شمېره نه ده اعلان شوې، خو د ساحوي راپورونو له مخې، سېلابونو په يو شمېر ولايتونو کې خلکو ته سخت مالي زيانونه اړولي دي.
 
په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو په ځانګړي ډول پروان، پنجشیر او میدان وردګو کې د سېلابونو راوتلو له امله د انساني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته لوی مالي زیانونه هم اوښتي دي.
 
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې سېلابونو ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
 
دغه راز د ميدان وردګو د جلريز ولسوالۍ د سنګالخ دره عامه سرچينې هم وايي، چې دغه سيلابونه د استوګنې د کورونو، کرنيزو ځمکو او د اوبو د سرچينو د ويجاړېدو لامل شوي او تر اوسه کوم دولتي چارواکي د زيانمن شويو کسانو د درملنې لپاره نه دي ورغلي.
 
له بلې خوا ویل شوي چې سیلابونو د کابل – جلال اباد لویه لار تړلې ده.
 
https://avapress.com/vdccxeqi12bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته