دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 258006
رزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د قرغزستان پخوانی ولسمشر رزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې او په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د مشر په توګه ټاکلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د قرغزستان پخوانۍ ولسمشرې مېرمن رزا اوتونبایوا د کاناډایۍ دیپلوماتې دیبرا لاینز پر ځای ټاکلې ده.
 
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن اوتونبایوا د رهبرۍ، ډیپلوماسۍ، ملکي مشارکت او نړیوالو همکاریو په برخه کې له ۳۵ کلونو زیاته مسلکي تجربه لري.
 
هغه په شمول د قرغزستان ولسمشر (۲۰۱۰-۲۰۱۱) او درې ځله د بهرنیو چارو وزیر په توګه  پوستونو کې کار کړی دی.
 
مېرمن اوتونبایوا په ګرجستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
 
هغه اوس مهال د منځګړیتوب په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د لوړې کچې مشورتي بورډ غړی او په قرغزستان کې د رزا اوتونبایوا نوښت بنسټ مشر دی.
 
اغلې اوتونبایوا د مسکو له دولتي پوهنتون څخه په فلسفه کې دوکتورا لري او په قرغیز، روسي او انګلیسي ژبو روانی خبری کولي شي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخوانۍ ځانګړې استازې دیبرا لاینز ماموریت په جیمني کې پای ته ورسید. هغه په ​​خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې لپاره "ډیر مهم دی او باید هېر نه شي".
 
په دې وروستیو کې د یوناما سیاسي مرستیال او الماني ډیپلومات مارکس پوتزل د دغه دفتر مشري پر غاړه درلوده.
 
https://avapress.com/vdcgz79x3ak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته