افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د باوري سرچینو د معلوماتو پر اساس د امریکا سمندري ځواکونو په ویرجینیا ایالت کې یو افغان ماشوم یرغمل نیولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماشوم د کورنۍ یوازینی ژوندی پاتې شوی کس دی چې په افغانستان کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د سمندري ځواکونو یوه غړي دغه ماشوم له خپلو خپلوانو جلا کړی او د خپلې کورنۍ د یوه غړي په توګه یې «یرغمل» کړی دی.
تر دې مخکې یوې امریکايي رسنۍ خبر ورکړی و، چې یوه امریکايي سرتېري د کابل په هوايي ډګر کې د دوی له کورنۍ یو ماشوم نیولی او بېرته یې نه دی ورکړی.