دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 260648
په جوزجان کې د جنايي جرمونو کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده
د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې جنايي جرمونه ۸۰ سلنه کم شوي او هڅې روانې دي، چې په دغه ولایت کې د جرمونو کچه صفر ته ورسېږي.
افغان غږ خبری آژانس - د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمی نن دوشنبه، (عقرب ۱۶)  وویل: په جوزجان کې زموږ د ځواکونو ګزمه او پوستې د شپې له خوا فعالې دی او امنیت نشته.
 
هغه وويل، چې اوس مهال د امنيتي ځواکونو د فعاليت په ډېرېدو سره په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه ٨٠ سلنه راټيټه شوې او دوى هڅه کوي، چې د جرمونو ګراف صفر ته راټيټ کړي.
 
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د شبرغان - مزارشريف په مربوطاتو کې به لس پوستې فعالې شي، چې د عامه لارو د امنيت په ټينګښت کې به ښه رول ولوبوي.
 
حليمي ټينګار وکړ چې خلک د جوزجان له امنيت څخه راضي دي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د خلکو لپاره تر ټولو ښه امنيت برابر کړي.
 
نوموړي په تېر او اوسني وخت کې د جرمونو د کره شمېرې په اړه جزئيات ورنه کړل.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان اوسېدونکو کلونه وړاندې په دغه ولایت کې د وسله والو غلو، کوڅه ډبو او قتلونو څخه شکایت کړی و.
 
https://avapress.com/vdcbagb5wrhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته