دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 260767
نوي افغاني بانکنوټونه کابل ته راورسېدل
د مرکزي بانک چارواکو د نويو بانکنوټونو د لومړۍ جوپه ترلاسه کولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: سرچینې وایی چې د افغانی بانکنوټونو بار وړونکې الوتکه پرون (سه شنبه، عقرب ۱۷) د کابل هوایی ډګر ته راورسېده.
 
د اسلامي امارت د مرکزي بانک چارواکو هم تایید کړې، چې د تازه چاپ شویو افغانیو بانکنوټونو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې ده.
 
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ دغه بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ شوي دي.
 
د نویو چاپ شویو بانکنوټونو کره اندازه لا نه ده معلومه.
 
د افغانستان له واکه وروسته اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله نشي کولای نوي بانکنوټونه چاپ کړي. د نويو بانکنوټونو نشتوالي ښاريان په ورځنيو راکړو ورکړو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcd9z0x5yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته