دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 260835
په ترکیه کې پنځه تنه افغان کډوال ووژل شول
د انقرې د پولیسو چارواکو د هغو پنځو افغان کډوالو جسدونه موندلي چې د التینداغ د کډوالو په ولسوالۍ کې په چړو وهل شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انقرې پولیس چارواکي زموږ د هیواد د اتباعو د پنځو جسدونو د موندلو خبر ورکوي چې په التینداغ کډوالو سیمه کې د چړي په واسطه وژل شوي.

ډیلي صباح د ترکیې د پولیسو د چارواکو له قوله ویلي چې د وژل شویو کسانو جسدونه وروسته له هغې د دوی کورنیو موندلي چې د دوی د ورکیدو خبر ورکړل شوی و.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده معلومه او نه هم د پېښې په تړاو څوک نیول شوي دي.

د ترکیې د پولیسو چارواکو د دغو کسانو د هویت او د وژل شویو د دقیق وخت په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې جسدونه یې د معایناتو لپاره عدلي طب ته لېږدولي او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.

په ترکيه کې افغان ډيپلومات هم د دغو پنځو کسانو وژل کېدل تاييد کړي، خو د هغوى د هويت په اړه يې جزئيات نه دي ورکړي.

په ترکيه کې ځينو رسنيو د ترکيې د پوليسو د چارواکو د نوم له يادولو پرته خبر ورکړی، چې ښايي دغه کسان يوه اوونۍ وړاندې وژل شوي وي.

دا پیښه په یوه ګاونډ کې رامنځ ته شوې چې پکې زیات شمیر افغان او سوري کډوال اوسیږي.

ترکیه دا مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۴ میلیونو کډوالو کوربه دی چې په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو په هیله دغه هېواد ته داخل شوي دي.
https://avapress.com/vdcjtye8iuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته