دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 260891
د تېر حکومت ۸ امنیتي ځواکونه تخار ته راستانه شول
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د والي په هڅو د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو اته غړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د احمد غلام په مشرۍ د پخواني حکومت دغه سیمه ییز پولیس چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ایران ته تللي وو، تخار ته راستانه شوي دي.
 
ضیا الرحمن مدنی؛ د تخار والي د تېر حکومت د دغو نظامي ځواکونو د راتګ هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې د اسلامي امارت رهبري به يې د ژوند، مال او عزت ساتنه کوي.
 
د تېر حکومت هغه سرتېري چې تخار ته راستانه شوي خپلو کورونو ته تللي او وايي چې په دغه ولایت کې به خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته د پخواني حکومت نږدې زر تنه سیاسي او پوځي شخصیتونه د تماس د کمیسیون د چارواکو په مرسته هیواد ته راستانه شوي دي
https://avapress.com/vdcb9gb58rhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته