دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 260918
د زړو بانکنوټونو ستونزې/ نوې پیسې به کله راشي؟
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د هېواد په بازارونو کې د افغاني بانکنوټونو فزيکي استعمال او د چاپ پر مهال د بې کيفيته موادو کارول د دې لامل شوي چې دغه پيسې ژر له منځه ولاړې شي او په سوداګرۍ کې د جنجال لامل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصادی چارو کارپوه محمد اسماعیل نادری له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د توکو په پېر او پلور کې له افغانی بانکنوټونو څخه فزیکی کار اخیستل د دې لامل شوی چې دغه بانکڼوټونه ژر زاړه شي.
 
هغه همداراز ټینګار وکړ: د بانکنوټونو د چاپولو پر مهال د کلکې څارنې نشتوالی د دې لامل شوی، چې چاپګر هیواد د ټیټ کیفیت لرونکی مواد استعمال کړی او د پیسو د استقامت کموالی راولی.
 
هغه زياته کړه، چې د چاپ په برخه کې د باکيفيته توکو د کارولو ترڅنګ بايد خلک بانکنوټونو ته هم ښه پاملرنه وکړي، ځکه د نويو بانکنوټونو چاپول ډېرو پيسو ته اړتيا لري.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: بله د حل لاره دا ده چې دولت باید د بانکنوټونو د له منځه تلو د مخنیوي په خاطر په هیوادوالو کې فعال بانکي کارتونه وویشي، ترڅو خلک د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د فزیکي پیسو پر ځای بانکي کارتونه وکاروي.
 
په ورته وخت کې په کابل کې یو تن صراف زمان احمدي هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د افغانیو بانکنوټونو زړیدو د راکړې ورکړې په ځانګړې توګه د اسعارو د تبادلې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
 
ده څرګنده کړه: کله چې غواړو افغاني بانکنوټونه له بهرنيو اسعارو سره تبادله کړو، نو پېرېدونکي نوې پيسې غواړي، چې له بده مرغه په ​​بازار کې ډېر کم دي.
 
هغه زیاته کړه، د نویو بانکنوټونو چاپول یو ښه اقدام دی، ځکه نوې پیسې نه یوازې د پیسو د تبادلې کوونکو ستونزې نه حلوي، بلکې د توکو په پېر او پلور کې هم اسانتیاوې رامنځته کوي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د مرکزي بانک غړى شاه محرابي مخکې ويلي وو: د نويو بانکنوټونو يوه جوپه تېره اوونۍ کابل ته راورسېده او ډېر ژر به د هېواد بازارونو ته ورسېږي.
 
محرابي دا هم وويل، چې له يوه پولنډي شرکت سره د شوي تړون له مخې د لس ميليارده افغانيو په ارزښت نوي بانک نوټونه چاپېږي او د روانې اونۍ د چنګاښ په ٢٤مه به د دغو ټولو بانک نوټونو د لېږد لړۍ پيل شي.
 
د هغه په ​​وينا، په همدې ارزښت يو بل قرارداد هم له يوه فرانسوي شرکت سره لاسليک شوى دى.
 
ومو غوښتل، چې په دې اړه د مرکزي بانک د چارواکو نظر هم واخلو، خو له پرله پسې ټېلفونونو سره سره بریالي نه شوو.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانيو بانکنوټونو له کاره لوېدلى او په ورځنيو راکړو ورکړو کې يې کارول د هېوادوالو له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb8gb5wrhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته