دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 262213
امریکا روسیې ته بلنه ورکړې چې د راتلونکي کال د اپیک په غونډه کې ګډون وکړي
د اسیا - پاسیفیک د اقتصادي همکاریو (APEC) په برخه کې د امریکا استازي چې هېواد یې راتلونکی کال د دغه سازمان د غونډې کوربه دی، ویلي چې امریکا په دې غونډه کې روسیې ته د ګډون بلنه ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې یوه امریکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیې ته به بلنه ورکړل شي چې د اسیا- پاسیفیک د اقتصادي همکاریو (APEC) په غونډه کې چې د امریکا په کوربه توب راتلونکې کال جوړیږي، ګډون وکړي.
 
په دغه سازمان کې د امریکا یوه جګپوړي چارواکي مټ مورې په سینګاپور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن به روسیه چې د دغه سازمان غړیتوب لري د APEC د ښه څارونکي په توګه بلنه ورکړي.
 
د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکي په تېرو ۶۰ کلونو کې له هغه وروسته تر ټولو خرابې دي چې روسیې په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین برید وکړ.
 
د روان کال په مې میاشت کې د تایلنډ په کوربه توب د اپیک په غونډه کې د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو استازي هغه مهال له غونډې ووتل چې د روسیې د اقتصاد وزیر ماکسیم رشتینکوف په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو په اعتراض کې وینا کوله.
 
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اندونیزیا د کوربه په توګه د اندونیزیا له بلنې سره سره چې تېره میاشت په بالي کې جوړه شوې د شلو سترو اقتصادونو د ډلې په غونډه کې ګډون ونه کړ، چې د لویدیځو هېوادونو د فشارونو په وړاندې یې روسیې ته د نه بلنې او حتی د اخراجولو په وړاندې مقاومت وکړ.
 
په اپیک کې د ګډون لپاره د روسیې پر بلنې د ټینګار په ترڅ کې مټ مورې په دې غونډه کې د پوتین د حضور یادونه ونه کړه. د دغه سازمان په سږنۍ غونډه کې د روسيې لومړي وزير اندري بيلوسوف د خپل هېواد په استازيتوب ګډون کړی و.
 
https://avapress.com/vdcb85b5frhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته