دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 262327
د نویو بانکنوټونو عرضه به د اسعارو په ارزښت اغیزه ونکړي
د هېواد د مرکزي بانک د سترې شورا غړي په نږدې راتلونکي کې بازار ته د نويو بانکنوټونو د راتګ اعلان وکړ. د هغه په وينا، په بازار کې د دغو بانکنوټونو خپرېدل به د ملي اسعارو پر ارزښت اغېز ونه کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د مرکزي بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي زیاتوي چې د افغاني بانکنوټونه به د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې افغانستان ته راشي.
 
د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا دغه غړی چې د افغانستان د وجهي صندوق غړی هم دی، د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و. هغه وايي چې په دې کتنه کې يې د پیسو د وضعيت او د مرکزي بانک پر فعاليتونو خبرې وکړې.
 
ښاغلي محرابي وویل: د بانک نوټونو وروستۍ جوپه چې د امنیتي شرکت پولنډ پول لخوا چاپ شوې ده د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې افغانستان ته راورسیږي. له فرانسوي شرکت " اوبرتور فیدیوشیری"  سره د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ، نیمايي افغاني بانکنوټونه به د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت او پاتې نیمايي یې د روان کال تر پایه افغانستان ته انتقال شي.
 
په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسیدونکي طلوع نیوز ته ویلي چې زړو بانکنوټونو د دوی ستونزې زیاتې کړي او اسلامي امارت باید نوي چاپ شوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.
 
د کابل ښار اوسېدونکی محمد احسان وايي: " پېسې خلکو ته ډېرې ستونزې را ولاړې کړي، ځکه که موږ له مشتري څخه دا پيسې واخلو، نو بل چا ته يې ورکوو، هغوی وايي چې دا پيسې نه اخلي."
 
د کابل یو اوسېدونکی محمد محسن وايي: "که اسلامي امارت زړې پیسی راټولې کړي او نوې یې وویشي، دا زموږ لپاره هم ښه ده."
 
له بلې خوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د نویو چاپ شویو بانکنوټونو په معرفي کېدو سره به د م نقدینګی د کمښت ستونزه هواره شي.
 
د اقتصادي مسایلو کارپوه دریا خان بهیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل: "د افغانستان په پولي سیستم کې د نویو بانکنوټونو چاپ او داخلول به له اقتصادي پلوه اغېزمن وي او تر یوه حده به د نقدینګی کمښت له منځه یوسي."
 
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: که مرکزي بانک وکولای شي دغه پیسې د پولي سیاست د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې د عرضې او تقاضا په پام کې نیولو سره بازار ته وړاندې کړي، بې له شکه د بیو په ارزښت کې به کومه ستونزه نه وي.
 
تر دې مخکې د افغانستان د مرکزي بانک د تفتیش د کمېټې مشر ویلي وو چې یو نیم میلیارد نوي چاپ شوي بانکنوټونه افغانستان ته رسېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdchiiniq23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته