دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 262413
فزیکي استعمال، په افغانستان کې د پیسو د تخریب اصلي عامل دی
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د هېوادوالو له خوا په ورځنيو راکړو ورکړو کې له بانکنوټونو څخه فزیکي استفاده او همدارنګه د پیسو سمې زېرمې ته د خلکو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې بانکنوټونه له کاره ولویږی او مرکزي بانک باید نوې پیسې وویشي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اقتصادي چارو کارپوه محمد اسماعیل نادري له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د بانکنوټونو د زړیدو لامل د هېوادوالو له خوا فزیکي استعمال او د ټیټ چاپي کیفیت دی.
 
نادري زياته کړه، چې هېوادوال بايد هڅه وکړي، چې بانکنوټونه په سمه توګه وساتي، څو ژر له منځه لاړ نه شي، ځکه په چاپولو يې ډېرې پيسې لګول شوې دي.
 
د دغه اقتصادي کارپوه په خبره، هغه مهال د بانکنوټونو د سوځېدو مخه نیول کېدای شي چې بانکونه فعال شي او خلک د فزیکي پیسو پر ځای له بانکي کارتونو کار واخلي.
 
د کابل په سرای شهزاده کې د پیسو د تبادلې کارکوونکی قدیر هم وايي، چې زړو بانک نوټونو د پیسو د تبادلې په برخه کې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.
 
هغه زياته کړه، که څه هم اوس د پيسو د تبادلې کوونکو تر منځ زړې بانکنوټونه تبادله کېږي، خو ځينې وختونه د راکړې ورکړې پر مهال مشکلات منځ ته راځي.
 
د ده په خبره، له سلو افغانیو څخه د کمو بانکنوټونو په پرتله د سلو افغانیو بانکنوټونه له پخوا څخه ډېر په ټپه ولاړ دي او خلک له دې بانکنوټونو زیات شکایت کوي.
 
نوموړی له مرکزي بانک غواړي چې زړې پیسې راټولې کړي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.
 
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټام ویسټ د افغانستان لپاره د نویو بانکنوټونو د چاپولو اعلان کړی و او ویلي یې و چې یو شمېر دغه بانکنوټونه د افغانستان مرکزي بانک ته سپارل شوي دي.
 
يو تن ښاروال سليم هم وايي، چې بانکنوټونه ډېر په ټپه ولاړ دي او دولت بايد دې موضوع ته پاملرنه وکړي او نوي بانکنوټونه وويشي.
 
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مرکزي بانک نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.
 
د يادونې وړ ده، چې زړو بانکنوټونو د هېوادوالو ترمنځ د راکړې ورکړې په برخه کې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي او ډېرى يې ترې شکايت کوي.
https://avapress.com/vdcdfx0xsyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته