دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 263196
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د ازبکستان د برېښنا له ملي شرکت سره یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر مولوی عبداللطیف منصور ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې تېره شپه له ازبکستان سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک کړ.
 
منصور ویلي دي چې په افغانستان کې د انرژۍ د رسولو په موخه د ازبکستان د بریښنا له ملي شرکت سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د بریښنا تړون لاسلیک کړی دی.
 
منصور د ازبکستان د برېښنا له ملي شرکت سره د دغه قرارداد د مادو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د افغانستان ډېره برخه برېښنا له ازبکستان څخه واردېده.
 
  د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د هېواد د وارداتي برېښنا د ستونزو د حل په موخه تاشکند ته ولاړ.
 
د يادونې وړ ده، چې د کابل او د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي تل د ژمي په موسم کې د برېښنا له سخت کمښت سره مخ وي.
 
https://avapress.com/vdcco1qie2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته