دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 263237
د بدخشان د تګاب - کشم د ۲۱ کیلومتره سړک د بیارغونې او جغل اچولو کار بشپړ شو
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه تر کشم ولسوالۍ پورې د ۲۱ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچولو کار بشپړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۱ کیلومتره سړک چې تګاب او کشم ولسوالۍ سره نښلوي، د ترمیم او جغل اچولو کار پرون بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 
د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په ترميم او پخولو سره د زرګونو کورنيو ترانسپورتي ستونزې به هوارې شي.
 
د چارواكو په وينا، د دغه سړک د ترميم او پخولو چارې يوه مياشت وخت نيسي او د دولت له بوديجې څخه يو ميليون او شپږ سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تګاب او کشم ولسواليو اوسېدونکو د خپلو سړکونو له خرابوالي شکايت کاوه.
 
https://avapress.com/vdcipparyt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته