دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 263314
څلور تنه انسان تښتوونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې څلور سړي تښتوونکي چې یو ملي سوداګر یې تښتولی و، نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی څلور تنه سړي تښتوونکي چې یو ملي سوداګر یې تښتولی وو، نیولي دي.
 
په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې پرون ماښام د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د تایمني په څلورلارې کې څلور سړي تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شول.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مسؤلینو په وار وار د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د تامینولو اعلان کړی او سوداګر هم په ډاډمنه فضا کې خپلو کارونو ته د دوام ورکولو لپاره له خپل امنیت څخه راضي دي.
 
https://avapress.com/vdcezx8wejh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته