افغان غږ خبری آژانس: په اشغال شوي فلسطین کې د المیادین د دفتر رییس ناصر الهام په یوه بیان کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د جنیند مقاومت ډله د اسرائیلي پوځیانو د څارنې او تعقیب لپاره بې پیلوټه الوتکه کارولې ده.
ناصراللحام زیاته کړه: دا د مقاومت ډلې لپاره یوه په زړه پورې لاسته راوړنه ده.
له بلې خوا د عبراني خبری سایټ «ریشت کان» د پوځ خبریال تاکید وکړ چې صهیونیسټی پوځ د لومړی ځل لپاره په لویدیځه غاړه کښې له نوی ګواښ سره مخامخ شوی دی.
دغه خبريال وويل چې د اسرائيلو امنيتي بنسټونه د مقاومت د ډلو له خوا د اسرائيلي پوځيانو په منځ کې د بمباريو لپاره پرمختللې بې پيلوټه الوتکې ترلاسه کولو په اړه اندېښمن دي.
د یادولو وړ ده چې صهیونیسټ رژیم په دې وروستیو کښې اعلان وکړ چې په فلسطیني ښارونو او کمپونو کښې د فلسطیني جنګیالیو له پراخ مقاومت سره د مقابلې په خاطر به د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړي خو داسې بریښي چې په عین وخت کښې د فلسطیني مقاومت ځواکونه هم په دغه هیواد کښې د بې پیلوټه الوتکو حملې کوي او د بې پیلوټه الوتکو په وسیله ځانونه سمبال کړي او اوس د فلسطین د مقاومت د ځواکونو و پی پیلوټه الوتکو ته لاس رسی د صهیونیسټي نیواکګرو ځواکونو لپاره یوه نوې او وژونکې ننګونه ګڼل کیږي.
تر دې مخکې د فلسطین د مقاومت ځواکونو سږ کال د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د نابلس په ښار کې د اسرائیلو یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې وه.