دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 265438
چین امریکا د نړۍ تر ټولو لوی جاسوس بللی
د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د جاسوسي بالونونو د لېږلو په اړه د امریکايي چارواکو د تورونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې امریکا پخپله په نړۍ کې تر ټولو لویه جاسوسي شبکه لري.
افغان غږ خبری آژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند "وانګ وینبین" د امریکا خاورې ته د چینایي بالونونو د ننوتو په اړه د دغه هېواد په وړاندې د واشنګټن د وروستیو دریځونو په غبرګون کې، د امریکا متحده ایالات د پراخې استخباراتي شبکې سره د نړۍ ترټولو لوی جاسوسي ځواک بللي.
 
وینبین نن (دوشنبه، دلو ۲۴) په یوه خبري غونډه کې وویل: امریکا د پراخې نړیوالې استخباراتي شبکې په لرلو سره تر ټولو ستر جاسوسي ځواک دی.
 
د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، هغه همداراز ټینګار وکړ چې د امریکا د ملي امنیت اداره د جرمني، فرانسې، ناروې، سویډن، هالنډ او نورو هېوادونو په ګډون د نړۍ د لوړ پوړو چارواکو د ټلیفونونو او متن پیغامونه تعقیبوي او جاسوسي کوي.
 
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د امریکا د تورونو په غبرګون کې ویلي وو چې د چین د هوا پېژندنې الوتکه په تصادفي ډول د امریکا فضايي حریم ته ننوتلې ده.
 
د شنبې په ماښام (دلو ۱۵) امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې دوو امریکايي F-22 جنګي جټ الوتکو د چین د استخباراتو یو بالون چې له ډېرې مودې راهیسې یې د اتلانتیک سمندر په اوږدو کې د دغه هېواد په هوايي حریم کې ګزمه کوله، وویشتل.
 
له هغه وروسته د امریکايي چارواکو په وینا دوه نور ناپېژانده توکي چې د دغه هېواد خاورې ته ننوتلي وو په ډزو وویشتل شول.
 
په نننۍ غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم اعلان وکړ چې هېواد یې د هغو الوتکو په اړه معلومات نه لري چې د امریکا او کاناډا له خوا ویشتل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdsk0xjyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته