دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 265443
مجاهد: امنیتي ځواکونو په کابل کې د داعش یو پټنځای په نښه کړی دی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د داعش ډلې پټنځای په نښه کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد تېره شپه (دوشنبه، دلو ۲۴) په یوه ټویټ کې لیکلي چې عملیات لا هم روان دي او د ګڼې ګوڼې له امله په ډېر احتیاط سره روان دي.
 
د مجاهد په خبره، په دې عملیاتو کې تر اوسه د داعش یو شمېر غړي وژل شوي دي. نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره ورنه کړه.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې دا د خوارج یوه مهمه ډله وه چې د کابل په وروستیو بریدونو او جنایتونو کې یې لاس درلود.
 
د هغه په ​​وينا، په دغو کسانو کې يو شمېر بهرني اتباع هم شامل دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار څخه عامه سرچینو د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د چاودنې او وروسته د جګړې خبر ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjxie8tuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته