دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 265473
په تخار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ۴۰ بستریز روغتون فعال شو
د تخار د عامې روغتیا ریاست چارواکو له دوو کلونو وروسته په دغه ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتون د بیا فعالولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالقهار احمدی افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې روغتون له دوو کلونو وروسته نن (سه شنبه، دلوې ۲۵) بېرته فعال شو.
 
د هغه په ​​وينا، په تېرو دوو کلونو کې د بوديجې د کمښت له امله دغه روغتون غير فعال و؛ خو په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت د خپلې بودجې د ورکړې مسئولیت پرغاړه اخیستی دی.
 
احمدي ټینګار وکړ چې دغه روغتون ۳۰ تنه پرسونل لري او د عملیاتو په لومړۍ ورځ یې ۳۰ تنه روږدي کسان له تالقانو ښار څخه راټول او درملنه یې وکړه.
 
په همدې حال کې په تخار کې روږدو کسانو د دغه روغتون په فعالېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په درملنې سره به بېرته عادي ژوند ته راستانه شي.
 
تراوسه په تخار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه کره شمېره نشته، خو د تخار د عامې روغتيا رييس زياته کړه چې په دغه ولايت کې به په نشه يي توکو د روږدو کسانو يوه سروې پيل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په اوږدو کې د هېواد له ډېرو ښارونو څخه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول شوي او درملنه يې شوې ده.
 
https://avapress.com/vdccmpqi12bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته