دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۹
د مطلب کود : 266157
ایران ته د اوو نویو ډیپلوماټانو استول؛ فضل محمد حقاني په رسمي ډول په تهران کې د افغانستان د سفارت دنده په غاړه واخیسته
په ایران کې د افغانستان د سفارت نوی مشر فضل محمد حقاني له اوو نورو دیپلوماتانو سره یو ځای تهران ته ورسېد. نوموړي نن دوشنبه (کب ۸) رسماً په تهران کې د افغانستان د سفارت د چارو مسئولیت پر غاړه واخیست.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی نن دوشنبه د کب پر اتمه په یوه ټویټری پیغام کې لیکلی چې فضل محمد حقانی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی او له خپلو اوو دیپلوماتانو سره ایران ته تللی او په رسمي ډول یې په تهران کې د افغانستان د سفارت مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
 
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي هم ویلي، چې اووه تجربه لرونکي ډیپلوماتان له کابل څخه د ایران اسلامي جمهوریت ته استول شوي چې په ایران کې د افغانستان د سفارت له نوي مشر فضل محمد حقاني سره کار وکړي. .
 
جلالي زياته کړه، چې دغه پرېکړه د سفارت د کار د ځنډېدو د مخنيوي په موخه شوې ده.
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد هم رسنیو ته ویلي، چې د اسلامي امارت اوه دیپلوماټان نن سهار د کابل له هوايي ډګر څخه تهران ته روان شوي دي. هغه زياته کړه: "په ايران کې د مېشتو هېوادوالو په چارو کې د ستونزو او ځنډ د نه رامنځته کېدو په موخه، د بهرنيو چارو وزارت مشرتابه پرېکړه کړې، چې نن سهار په تهران کې د افغانستان سفارت ته اووه تجربه لرونکي ډيپلوماټان ولېږي."
 
د بهرنیو چارو وزارت دغه پرمختګ د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې یو مهم او ګټور ګام بللی دی.
 
https://avapress.com/vdccpeqim2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته