دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 266243
سبا به د هېواد ۱۴ ولایتونه د سختو واورو او باران شاهدان وي
د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن چهارشنبه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت د سه شنبې په ورځ (کب ۹) د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې د واورو او سختو بارانونو په اړه په یو لړ ټویټونو کې خبرداری ورکړی دی.
 
دغه وزارت وايي، په پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کابل، میدان وردک، بامیان، دایکندي، غزني، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې به د سختو واورو او بارانونو شاهدان وي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې په یو شمېر ځایونو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو او په بېلابېلو ځایونو کې د واورې اندازه له ۱۰ تر ۲۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د واورې ورېدو له امله په لرې پرتو سيمو کې مواصلاتي لارې تړل شوې وې.
 
https://avapress.com/vdci5qarpt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته