دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 266892
د اسلامي امارت د ملاتړو سیاستونه په افغانستان کې پانګونه راجلب کړې ده
اقتصادي کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت ملاتړو سیاستونه په تیر یو نیم کال کې کورني او بهرني پانګوال راجلب کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالناصر رشتیا د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې ویلی چې د بانکی محدودیتونو له لګولو او د خلکو د پیرودلو د ځواک له کمښت سره سره؛ خو د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته نه یوازې له هېواد څخه د «سرمایې الوتنه» ونه شوه؛ خو موږ په افغانستان کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لېوالتیا لیدلې ده.
 
رشتيا زياته کړه چې په تيرو يو نيم کال کې زياتو سوداګرو په بيلابيلو برخو کې پانګونه کړې او په ټولنه کې يې د کار زمينه برابره کړې ده.
 
دده په وینا؛ د اسلامي امارت له جوړېدو او د پانګونې له ډېرېدو وروسته؛ د ګاونډيو هېوادونو له منفي سيالۍ سره سره موږ د ۶۱ ډوله توکو په برخه کې پر ځان بسياينې ته رسېدلي او دغه توکي نور نه واردېږي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د پانګونې جذبه ډېره شوې، په داسې حال کې چې له ٢٠١٤ کال وروسته د پراخ فساد او د امنيت د نشتوالي له امله هر کال له هېواده پانګونه د تېښتې په حال کې ده.
 
هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت باید له سوداګرو سره خپلې مرستې زیاتې کړي او د بانکي محدودیتونو په لرې کولو سره په هېواد کې زیاته سرمایه جذب کړي.
 
د ځینو څرګندونو پر بنسټ؛ د بانکي بندیزونو په لګولو سره، سوداګر اړ شوي چې د هر سل زرو ډالرو په بدل کې د ۴ زرو ډالرو څخه زیات کمیشن ورکړي؛ په داسې حال کې چې تر دې وړاندې دوی شاوخوا ۳۰۰ ډالره د بانکي انتقال له لارې ورکول.
 
https://avapress.com/vdci3qarrt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته