دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 267787
له ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره په پوله کښې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په کاروان باندې د ترهګرو د حملې په نتیجه کښې د دغه هېواد څلور پوځیان وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان پوځی ځواکونه د بلوچستان ایالت د کیچ ښار په جلګی سرحدی سیمه کې په ورځنۍ ګزمه بوخت وو چې د وسله والو له خوا پرې برید وشو.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
 
د پاکستان پوځ وویل، "د ترهګرو یوې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه سرحدي کاروان برید وکړ چې د ایران او پاکستان په پوله کې ګزمې کوي."
 
د دغه بیان له مخې پاکستاني چارواکي له ایراني چارواکو سره تماسونه او خبرې کوي څو په راتلونکي کې د دا ډول بریدونو مخه ونیول شي.
 
پاکستان او ایران ۹۵۹ کیلومتره ګډه پوله لري او له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ورته ګڼې امنیتي پېښې شوې دي.
https://avapress.com/vdcc4mqim2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته