دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 268165
د پاکستان حکومت په ټول هیواد کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیلوي
د پاکستان د ملي امنیت کمیټې وویلي: په هغې غونډه کښې چې د دغه هیواد د وزیراعظم شهباز شریف په ګډون جوړه شوې وه، پریکړه وشوه چې دغه عملیات به د خلکو په ملاتړ او د حکومت په هوډ سره په دوو اونیو کښې پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - د پاکستان د ملي امنیت کمېټې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د وسله والو او سخت دریځو پر وړاندې په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیلوي.
 
پاکستان په دې وروستیو کې له خراب امنیتي وضعیت سره مخ دی، په دغه هېواد کې د تحریک طالبان د حکومت ضد عملیاتو شدت په پاکستان کې د ناامنیو کچه څو برابره زیاته کړې ده.
 
په کټنار کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ پراخې مظاهرې چې د فساد له تورونو سره مخامخ دي، په تېرو اوونیو کې د دغه هېواد ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
 
په وروستیو میاشتو کې د دغه هېواد پر پوځ او حکومت باندې د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي دي. پاکستاني طالبانو هغه وخت د دغه هیواد د حکومت پر ضد خپل بریدونه بیا پیل کړل چې د پاکستان حکومت له دغې ډلې سره د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب په خبرو اترو کې موافقې ته ونه رسیدل.
 
https://avapress.com/vdcd9j0xkyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته