دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 268740
یونیسف په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې به د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي او په ټولو اسانتیاوو سره به خدمات وړاندې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پرون چهارشنبه (حمل ۳۰) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
 
یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ځینو محدودیتونو سره سره، یونیسف ژمن دی چې په خپلو ټولو اسانتیاوو سره پاتې شي او خدمات وړاندې کړي.
 
دغې ادارې زیاته کړې چې تر اویا کلونو پورې به په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
 
د یونیسف په وینا په افغانستان کې پنځلس میلیونه ماشومان شته چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د افغان مېرمنو پر کار کولو له بندیز وروسته خبرداری ورکړی چې نارینه د ښځو ځای نه شي نیولی.
 
د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، که په افغانستان کې د دې موسسې پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لیرې نه شي، اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورنې د مرستو رسولو وړتیا به اغېزمنه شي.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار او تعلیم خلاف کار نه دی.
 
https://avapress.com/vdcc04qix2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته