دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 268917
په کندز کې تېر کال ۵۸ زره کیلو ګرامه شات تولید شوي
د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په ۱۴۰۱ کال کې ۵۸ زره کیلو ګرامه شات تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د کرنې رئیس امان الله حسن افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې مو ۳۷۵۰۰ کیلو ګرامه شات تولید کړي وو او په ۱۴۰۱ کال کې د شاتو حاصلات ۵۸ کیلوګرامو ته رسیدلي چې ۳۵٪ زیاتوالي شيي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال د دغه ولايت شات له چهاردرې، امام صاحب او خان ​​اباد ولسواليو څخه توليد شوي وو.
 
هغه زياته کړه، تېر کال د شاتو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د شاتو د توليدوونکو لپاره د کرنې رياست او همکارو بنسټونو تخنيکي لارښوونې او مرسته وه.
 
د کندز شات لوړ کیفیت لري او ښه کورني او بهرني بازار لري.
 
https://avapress.com/vdcizvaryt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته