دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 268968
د ایټالیا په سواحلو کې د ۲۰ پناه غوښتونکو د ورکیدو خبر ورکړل شوی دی
ايټالوي رسنيو پرون سه شنبه د اپريل ۲۵ مه خبر ورکړى، چې د مديترانې په بحيره کې د ايټاليا له سواحلو څخه د ناقانونه کډوالو د لېږدونکې اوه متره کښتۍ د ډوبېدو له امله يو کس مړ شوى او ٢٠ کډوال ورک دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خپرو شویو راپورونو له مخې، د کب نیونکو د کښتۍ سپرلۍ د ۸ ښځو او شپږو ماشومانو په ګډون ۳۴ کډوال ژغورلی دی.
 
د راپورونو له مخې د ایټالیا د ساحلي ګارد ګزمې د یوه جسد ایټالیا ته انتقال کړی دی.
 
داسې ښکاري چې دغه پناه غوښتونکي د شنبې په ورځ د تونس له سواحلو څخه د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو په لور روان شوي وو.
 
د دغه رپوټ له مخې د سهار په اتو بجو د ايټاليا د ساحل ساتونکي لا هم د دغې بېړۍ د ورکو شويو کسانو په لټه کښې دي.
 
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱۹ ناقانونه کډوال په ۲۱ کښتیو کې د ایټالیا لامپیدوسا ټاپو ته داخل شوي دي.
 
باید وویل شي چې لامپیدوسا ټاپو اروپا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو لومړی ځای دی.
 
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا ۱۵۰۰ کډوال د مدیترانې په سمندرګي کې ډوب شوي او لادرکه شوي او نږدې پنځوس زره نور د ایټالیا سواحلو ته رسېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcepv8wvjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته