دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 269052
په سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړۍ ډله را ایستل شوې ده
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان په مرسته له سوډان څخه د افغان کډوالو لومړۍ ډله را ایستل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د ثور ۷ مه خپره شوې، ویل شوی چې د افغان اتباعو دغه ډله په موقت ډول د سعودی عربستان جدې ښار ته لېږدول شوې ده.
 
اعلامیې د ایستل شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې ژغورل شوي کسان به د سعودي عربستان له جدې ښار څخه افغانستان ته راستانه شي.
 
دغه وزارت ډاډ ورکړی چې په سوډان کې د بند پاتې نورو افغانانو د ژغورنې لپاره به خپل ټول توان وکاروي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متغی څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ تنه افغانان بند پاتې دي.
 
د سوډان په پلازمېنه خرطوم او د سودان په نورو ښارونو کې د اپرېل د ۱۵مې نېټې په سهار د سوډاني پوځ او «چټک ملاتړ ځواکونو» تر منځ نښتې پیل شوې او د راپورونو له مخې په سلګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 
د جګړې دواړو لورو پر درې ورځني اوربند هوکړه کړې ده. بېلابېل هېوادونه له سوډان څخه د خپلو اتباعو د ایستلو هڅه کوي.
 
https://avapress.com/vdcjihe88uqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته