دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 269138
په سوډان کې د وروستیو شخړو له امله تر ۵۰ زرو زیات کسان بې ځایه شوي دي
ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې له وروستیو شخړو وروسته تر ۵۰ زرو ډېر کسان له پلازمېنې خرطوم او د دغه هېواد له نورو سیمو بې ځایه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په سوډان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې اکسل بیشپ د داخلي شخړو د زیاتوالي او د هېواد نورو برخو ته د سوډاني اتباعو د بې ځایه کېدو د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
 
هغه زیاته کړه: د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۳۳ زره سوډانیان د النیل العابید سیمې د کډوالو کمپونو ته کډه شوي او ۵۰۰۰ نورو کسانو د کسالا په ښار کې او دوه زره نورو په العبید کې پناه اخیستې ده.
 
بشپ په دوام وويل چې ١٤٠٠٠ کسان جنوبي سوډان ته تښتېدلي او ١٦٠٠٠ نور مصر ته تښتېدلي دي چې له دې جملې څخه دوه زره لا تر اوسه مصر ته نه دي رسېدلي.
 
د ملګرو ملتونو استازي ټینګار وکړ، چې د امنیت تر څنګ دې خلکو ته د لومړنیو اړتیاوو لکه اوبو، خوراکي توکو او روغتیا ساتنې اړتیاوې هم برابرې شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دوو اونیو راهیسې د سوډان په پلازمېنه خرطوم او د هېواد په نورو برخو کې د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري. دواړه لوري یو بل د هغه تړون په سرغړونې تورنوي چې پر اساس یې د پوځي حکومت پر ځای ملکي حکومت جوړ شوی او د چټک غبرګون ځواکونه باید د سوډان له پوځ سره یوځای شي.
 
https://avapress.com/vdcexo8wvjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته