دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 269526
د هیواد د اقتصادي زیربناوو د پراختیا لپاره ۸ میلیارده ډالره پانګونه کیږي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، سږ کال به د هېواد د اقتصادي زېربناوو د پراختیا لپاره شاوخوا اته میلیارده ډالره ولګول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلی چې د کرنې او د کانونو د پروسس په برخه کې د پانګونې د زمینې برابرولو لپاره یې سږ کال تدبیرونه نیولی دی.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه، چې سږ کال به په هېواد کې اته میلیارده ډالره پانګونه وشي او د یو شمېر پروژو عملي کارونه پیل شوي دي.
 
جواد هیله څرګنده کړه، چې د دغه اقدام په ترسره کېدو سره به د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې بهیر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بدلون ومومي.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ کله چې دغه پانګونه وشي، د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې به ستر بدلون رامنځته شي.
 
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي ټینګار کوي چې د افغانستان د اقتصاد د لا پیاوړتیا لپاره باید په هېواد کې پراخه پانګونه وشي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خانجان الکوزي سږ کال د پراختیايي او زیربنایي پروژو د پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د پروژو پلي کېدل د افغانستان د اقتصاد لپاره یو مثبت ګام دی.
 
هغه زیاته کړه، چې د دغو پروژو د پلي کېدو په صورت کې به د بې کارۍ په برخه کې او د افغانستان د اقتصاد په وده کې بنسټیز او اغېزمن بدلونونه رامنځته شي.
 
بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، کله چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وکولای شي د اته میلیارد ډالرو پانګونې زمینه برابره کړي، دا به د هېواد یو مهم اقتصادي پرمختګ وګڼل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په بګرام ولسوالۍ کې به د بهرنیو ځواکونو پخوانۍ پوځي اډه په اقتصادي زون بدله کړي، خو داسې ښکاري، چې لا هم په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته شوي.
 
https://avapress.com/vdcf01d0vw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته