افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (جمعه، ثور ۲۲) په خپل ټویټر کې د قطر د رئیس الوزرااو د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالله آل ثاني او د هېواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او د اسلامي امارت د رئیس الوزراملا محمد حسن اخند د لیدني اعلان کړی دی.
مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت او قطر ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د دواړو لورو ترمنځ د باور زیاتوالی، په تعلیمي، روغتیايي او اقتصادي برخو کې همکاري هغه موضوعات دي، چې د اسلامي امارت له رئیس الوزرا سره په لیدنه کې پرې بحث وشو.
کندهار ته د قطر د لوړ پوړي پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي، چې د روانې مياشتې په پيل کې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې غونډې کوربه و، چې د څه باندې ٢٠ هېوادونو او د اسلامي هېوادونو د سازمان ځانګړي استازي په کې برخه اخيستې وه.
په دې کتنه کې د افغانستان د حالاتو او په تېرو ۲۰ میاشتو کې د اسلامي امارت د کړنو په اړه خبرې وشوې.