دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 270252
د قطر او المان د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو اترو اصلي موضوع په افغانستان کې پرمختګونه دي
د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بربوک سره یې په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره د چهارشنبې په ورځ (ثور ۲۷) په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د دواړو هېواد د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره همکاریو پر اړتیا موافقه وکړه او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته په درناوي او د نجونو د زده کړې پر برابرولو ټینګار وشو.
 
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، انالینا بربک له افغانستان سره د دوحې له همکاریو مننه وکړه.
 
په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې کندهار ته سفر کړی او د اسلامي امارت له مشرانو سره یې لیدلي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د قطري پلاوي د اسلامي امارت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند سره په لیدنه کې دوی د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان او قطر ترمنځ د باور د کچې پر لوړولو او په دې اړه خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcdkz0xxyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته