دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 270726
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی: له کابل سره د اړیکو د پراختیا هڅه کوم
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي خان دراني په سلام آباد کې د اسلامي امارت د سفارت له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغان سفارت او نورو اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره پوره هڅه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي خان دراني د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له مشر سردار احمد شکیب سره وکتل.
 
په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت په یوه ټویټ کې د ښاغلي شکیب په حواله لیکلي؛ هغه هیله څرګنده کړه چې د ښاغلي دراني په شتون سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې هوارې او دوه اړخیزې اړیکې به پراخې شي.
 
په دغه ټویټ کې راغلي چې ښاغلي دراني دا هم ویلي چې د افغانستان سفارت او نورو اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره پوره هڅه وکړي.
 
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سه شنبې په ورځ (جوزا ۳) د پاکستان پخوانی دیپلومات آصف دراني د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه اعلان کړ.
 
ښاغلي دراني تر دې وړاندې په افغانستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې د ډیپلومات په توګه کار کړی دی.
 
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه د آصف دراني ټاکل کېدو ته په اشارې سره ویلي و، چې هیله من دی، د آصف دراني ټاکنه د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه به په افغانستان کې اغېزمن رول ولوبوي.
 
https://avapress.com/vdcj8ye8muqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته