دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 270889
د سوډان د پلازمینې اوسیدونکي د وسله والې جګړې قربانیان دي / د خرطوم خلک د څښاک اوبو ته سخته اړتیا لري
د سوډان د پلازمېنې په شاوخوا کې وسله والو شخړو د دغو سیمو اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په سوډان کې د پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو تر منځ د وسله والې نښتې له پیل څخه نږدې شپږ اونۍ وروسته، د خرطوم زرګونه اوسیدونکي په داسې حال کې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي چې د تودوخې درجه شاوخوا ۴۰ درجې ده.
 
د ایران پرس له قوله، له هغه وخت راهیسې د خرطوم د شمالي سیمو شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ اوسیدونکو د خپلو نلونو څخه یو څاڅکی اوبه نه دي لیدلي، دوی اوبو ته د لاسرسي لپاره له څاګانو څخه کار اخلي.
 
دا اړینه ده چې یادونه وشي؛ په سوډان کې د اپرېل په پنځلسمه نېټه د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ د واک پر سر وسله واله نښته پیل شوه چې په پایله کې یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
 
له دغو جګړو وروسته شاوخوا یو میلیون سوډانیانو خپل کورونه پرېښي او بې ځایه شوي دي.
 
همدارنګه د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې په سوډان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي چې د دغه هېواد د نفوس نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcjoye8huqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته