دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 271540
د کانونو او پټرولیم وزارت په هېواد کې ۱۱ واړه کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هېواد په کچه ۱۱ کانونه چې په بلخ، تخار، کونړ او کندز ولایتونو کې موقعیت لري، داوطلبي ته وړاندي کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو وزارت له ښکېلو خواوو غوښتي چې د جوزا له ۲۲مې تر ۲۱مې نېټې پورې خپلې غوښتنې د کانونو د تنظیم عمومي ریاست ته وسپاري او د شرایطو له په پام کې نیولو وروسته دې د ټاکل شوې بیې په بدل کې به تر لاسه کړي.
 
ویل شوي چې د ټاکلې نیټې وروسته به د ښکېلو خواوو غوښتنلیکونه ونه منل شي.
 
په اعلامیه کې د دغو کانونو د ډول او د هغوی د نورو ځانګړتیاوو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
https://avapress.com/vdceez8w7jh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته