دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 271741
تخار ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر سفر
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي دغه ولایت ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی پرون (سه شنبه، جوزا ۲۳) دغه ولایت ته سفر وکړ او له سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
 
په دې کتنه کې حقاني د هېواد د قومونو ترمنځ پر ملي يووالي ټينګار وکړ او "اسلامي او ملي فکر" يې د افغانستان د دردونو علاج وباله.
 
حقاني وویل چې په هیواد کې د "افکارو د جوړولو" لپاره باید هڅې وشي.
 
په همدې حال کې د تخار والي د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د دغه ولایت د داخلي ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنه یې وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه نیمه اونۍ کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هېواد شمال ته سفر کړی و او د تخار سربېره یې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل له سیمه ییزو چارواکو سره کتلي وو.
 
https://avapress.com/vdchkzniz23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته