دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 272288
په بلخ کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۶۳۵ تنه امنیتي سرتیري فارغ شول
د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له دوو میاشتو پوځي زده کړو وروسته د دغه ولایت له تعلیمي مرکز څخه د ۶۳۵ سرتېرو د فراغت خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځواکونه پرون (شنبه، سرطان ۳) د بلخ ولایت د پولیسو له اکاډمۍ د ښوونې او روزنې له مرکز څخه فارغ شول.
 
د دې خبرپاڼې له مخې، له دې فارغ شوي ځواکونه له بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو وو، چې له پوځي او مسلکي زده کړو وروسته به بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته د هیواد په شمالي ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د روزنې څو پړاوونه ترسره شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcevw8wvjh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته