افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تورخم بندر چارواکي وايي، هغه افغانان چې پاسپورتونه نه لري کولای شي د کوچني اختر په ورځو کې له خپلو کورنیو سره د تذکرې له لارې افغانستان ته سفر وکړي.
د تورخم کمېشنر عصمت الله یعقوب وايي، د تورخم بندر اړوند له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته دوی توانېدلي چې پاکستاني لوري ته قناعت ورکړي چې هغه افغانان چې پاسپورتونه نه لري افغانستان ته راشي او له خپلو کورنیو سره د لوی اختر مراسم تېر کړي.
وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې اسلامي امارت د افغانستان کنټرول تر لاسه کړ، په زرګونو افغانان چې د سفر اسناد یې نه درلودل او یا یې د ویزو موده یې ختمه شوې وه، د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې بند پاتې وو، ځکه دوی ته د تورخم له پولې څخه د تېرېدو اجازه نه وه.
اسلامي امارت د روژې په میاشت کې هم له پاکستان سره ورته تړون کړی و.