افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه مرستې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.
په دې ټویټ کې راغلي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې آیسلنډ له دې صندوق سره شاوخوا یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.
آیسلنډ په شمالي اروپا کې یو هیواد او یو کوچنی ټاپو دی چې شاوخوا ۳۴۱ زره نفوس لري.