دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 272970
په نیمروز ولایت کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ویشل کیږي
د نیمروز ولایت د سرې میاشتې ټولني چارواکي په دغه ولایت کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیلوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په نیمروز ولایت کې د افغان سرې میاشتې ټولنې د نمایندګۍ د دفتر د نشراتو مسوول نقیب الله نورزاد وايي، د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو، معلولینو او پر ۵۰۰ بې وزلو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې په دغو خوراکي توکو کې يوه ګونۍ اوړه، ٢٥ کيلو ګرامه وريجې، لس لېتره غوړي، اته کيلو لوبيا، پنځه کيلو بوره، دوه کيلو مالګه او داسی نور شامل دي.
 
په ورته وخت کې هغه کسان چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې خوښي څرګندوي او وايي چې سيمه ييز چارواکي بايد ورته مناسب کاري چاپېريال برابر کړي.
 
ويل کيږي چې دغه مرستې دولايتي مسوولينو ، د مرکزي اداري هيئت او د افغان سرې مياشتې د لويديځې حوزې د استازو په شتون سره ويشل شوي دي .
 
https://avapress.com/vdccmiqix2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته