دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 273049
د انرژۍ او اوبو وزارت د انرژۍ سکتور د ودې لپاره پنځه کلن عملیاتي پلان تصویب کړ
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت له خوا د انرژۍ د سکتور د پراختیا پنځه کلن عملیاتي پلان تصویب شوی، چې په کې له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید پراخول او د ملي عوایدو زیاتوالی شامل دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل کیږي چې دغه پروګرام د اوبو او انرژۍ د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د دغه وزارت د چارواکو او د انرژۍ په برخه کې د کارپوهانو په غونډه کې تصویب شو.
 
  باختر آژانس د انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او خپرونو د رييس غلام جيلاني حقپرست له خولې خبر راکړ: په دې کتنه کې د انرژۍ وزارت مسوولينو د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د دغه وزارت د عملياتي پلان په باب لازم معلومات او توضيحات وړاندې کړل.
 
ويل شوي دي چې د انرژۍ د توليد د منابعو د امنيت ښه کول، له دغو زيرمو څخه د استفادې زياتول، په هیواد کې د انرژۍ د توليد پر سرچينو د پانګونې راجلبول، د انرژۍ د توليد لپاره له کورنيو سرچينو څخه استفاده، د ملي عايد زياتول او د بازار د ونډې ترلاسه کول د دغه پروګرام اساسي برخې دي.
 
دغه راز د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د پنځه کلن عملیاتي پلان له تصویب وروسته د هغه پر هر اړخیز تطبیق ټینګار وکړ.
 
https://avapress.com/vdcayenuo49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته